افغانستان

په افغانستان کې د وچکالۍ دوام؛ د ملګرو ملتونو د سختې کم‌اوبۍ په اړه خبرداری ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) وایي چې په افغانستان کې د ورښت کچه لا هم تر منځني حد ټیټه ده او دا حالت د کم‌اوبۍ کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

اوچا د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، یوازې د هېواد په ځینو محدودو سیمو کې د باران اندازه تر منځني حد نژدې شوې، خو په ټوله کې، ورښت لا هم د اړتیا وړ کچې ته نه دی رسېدلی. د دې بنسټ په وینا، د سیندونو په ډېرو وړو حوضونو کې د واورو اوبه تر منځني حد کمې شوې او لا هم په کمېدو کې دي، چې دا چاره د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخوي.

د راپور له مخې، د کرهڼې د سټریس شاخص (ESI) ښیي چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د سبزۍ پوښښ تر عادي کچې ټیټ شوی، چې دا د وچکالۍ دوام ښکارندويي کوي. همداراز، پرته له شمال او شمال ختیځو ولایتونو، په نورو سیمو کې د خاورې رطوبت په ژورو کې ډېر کم دی، چې دا وضعیت د کروندګرو لپاره اندېښمنوونکی دی.

اوچا وايي، د افغانستان په ډېری سیمو کې د ځمکې تودوخه تر منځني حد لوړه ده، او اټکل کېږي چې دا بهیر به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام وکړي. دا حالت ښيي چې د کم‌اوبۍ ستونزه به لا زیاته شي او له امله به یې د کرنیزو حاصلاتو کمښت او د څرایو له منځه تلل رامنځته شي.

راپور زیاتوي چې تر مارچ میاشتې پورې، د فاریاب او جوزجان ولایتونه د ورښت د کمښت او د تودوخې د زیاتوالي له امله تر ټولو ډېر زیان لیدلي دي. نورې سیمې چې په ګواښ سره مخ دي، هلمند، هرات، کندوز او ننګرهار ولایتونه دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختې وچکالۍ له امله د اوبو له پراخ کمښت سره مخ دی، چې دا چاره د لویو ښارونو په ګډون د هېواد د میلیونونو اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو ته د لاسرسي جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button