Uncategorizedافغانستانراپورونه

د مرستې رسونې په چارو کې د طالبانو لاسوهنه؛ د مرستندویه بنسټونو د ۳۴ کارکوونکو نیول او د ۵۶ پروژو ځنډېدل

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې طالبانو د مرستندویه بنسټونو د ۳۴ کارکوونکو نیول پیل کړي، چې ۱۵ تنه یې لا هم په زندان کې دي. د اوچا په وینا، د طالبانو د لاسوهنې له امله د مرستې رسونې په برخه کې ۵۶ پروژې ځنډېدلې دي.

د اوچا په راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ ۳۰ د سلواغې(د فبروري ۱۸ مه) خپور شوی، ویل شوي چې طالبانو د جنورۍ په میاشت کې ۲۵ نارینه او نهه ښځینه کارمندان نیولي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله د نیولو ۱۶۱ سلنه زیاتوالی ښيي. زیاتره نیول شوي کسان د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې لخوا نیول شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې، تر اوسه پورې ۴۳ بشرپاله کارمندان نیول شوي چې ۱۵ تنه یې لا هم د فبرورۍ میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دي. د دې دفتر په وینا، د مرستندویه بنسټونو کارمندان د طالبانو لخوا نیول د بشرپالو فعالیتونو پر عملي چاپېریال منفي اغېز کوي او د کارمندانو خوندیتوب ته ګواښ دی.

اوچا ویلي چې په جنورۍ میاشت کې ۱۲۷ پېښې رامنځته شوي چې ۸۳ سلنه یې د طالبانو لخوا شوې دي. د دې پېښو اصلي علت د بشرپالو فعالیتونو کې مداخله، د کارمندانو د معلوماتو غوښتنه، د ښځو د ګډون محدودیت او د مرستې رسونې پروژو کې ځنډونه بلل شوي دي.

د اوچا په وینا، د جنورۍ په میاشت کې د مرستې رسونې پروژو بندیدل د ۵۶ پروژو د ځنډ لامل شوی، چې ځینې یې له یوې ورځې تر ۳۰ ورځو پورې ځنډېدلي دي. دا پروژې د اړمنو خلکو لپاره ډیر اغېزمنې دي، چې مرستې یې تر سختو شرایطو لاندې ځنډېدلې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر په راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي د بشري مرستو ته اړتیا لري، او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارده ډالره بودجه ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button