افغانستان

اوچا: په افغانستان کې نیمايي خلک د فقر تر کرښې لاندې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې ۴۸ سلنه د افغانستان خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له ۲۲ میلیون زیات کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې به شاوخوا ۵.۷ میلیون ښځې، ۱۲ میلیون ماشومان، پنځه میلیون زاړه کسان او درې میلیون معلولین بشري مرستو ته اړتیا ولري.

راپور زیاتوي، چې د اوږدمهالو جګړو، پراخې بې‌وزلۍ، د خوړو نه‌امنیت، ناوریني تغذیې، اوږدمهاله بې‌ځایه کېدنې، د چاودېدونکو توکو پراخې ککړتیا او د ساري ناروغیو خپرېدو د افغانستان د خلکو وضعیت خورا خراب کړی دی. د راپور له مخې، ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو له نه‌امنیت سره مخ دي، او درې میلیونه کسان د ناچاودو موادو ته نږدې سیمو کې ژوند کوي.

اوچا ویلي، چې د افغانستان د اوسني حکومت د محدودوونکو سیاستونو له امله، ښځې او نجونې نشي کولای مرستو ته آسانه لاس‌رسی ولري. دغه محدودیتونه نه یوازې د خدماتو ترلاسه کول ګران کړي، بلکې د ښځو ونډه هم په ټولنیز ژوند کې کمه کړې ده.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، د دې راپور له خپرېدو وروسته، پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: “دا شمېرې یوازې اعداد نه دي؛ که بودیجه پر وخت او کافي برابر نشي، پایلې به یې ډېره ویجاړونکې وي.”

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو د تمویل په موخه له نړیوالې ټولنې څخه د ۲.۴ میلیاردو ډالرو مرسته غوښتي، خو تر دې دمه یوازې ۱۲ سلنه بودیجه برابر شوې ده.

اوچا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د بشري ناورین د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره، بیړنۍ مرستې برابرې کړي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button