افغانستان

ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستو بهیر د بودجې د کمښت له امله بيا له سره لومړيتوب بندي کړ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (OCHA) ويلي، چې د بودجې د جدي کمښت له امله د افغانستان د مرستو ورکولو بهير بيا له سره لومړيتوب بندي شوی دی.

يادې ادارې نن (سې شنبه، د غویی ۲۳مه/ ۱۳ د مې) په ایکس ټولنيزې شبکې  (پخوانی ټويټر) کې ليکلي چې تمرکز به د ۱۲.۵ ميليونه ډېر اړمنو خلکو ته د خورا جدي اړتياوو پوره کولو ته وي.

اوچا زياته کړې چې د دغه خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره ۱.۶۲ ميليارده ډالره بودجې ته اړتيا لري. سره له دې، دغه اداره د ۲۰۲۵ ميلادي کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ټولټال ۲.۴۲ ميليارده ډالره بودجه غوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې شوې دي. امريکا، چې د دغه هېواد تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، د ډونالډ ټرمپ تر واک ته رسېدو وروسته خپلې مرستې له افغانستان او نورو بې وزلو هېوادونو سره بندې کړې دي.

له بلې خوا، له ايران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو ايستل هم دوام لري، چې د هېواد بشري وضعيت لا پسې خراب کړی او د بيړنيو مرستو اړتيا يې نوره هم زياته کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button