
د امریکا د مرستو پای؛ ملګري ملتونه: د میلیونونو لوږې خلکو لپاره د «اعدام حکم» دی
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان او نورو ځینو هیوادونو کې خپل پاتې مرستې پای ته رسوي؛ دا اقدام د نړۍ د خوړو پروګرام له خوا د «اعدام حکم» په توګه بلل شوی دی.
رویټرز د یوې مرستندویه ادارې په حواله لیکلي چې د امریکا لخوا د متوقفو شوو مرستو اندازه له ۱.۳ میلیاردو ډالرو زیاته اټکل شوې ده. دغه مرستې کې ۵۶۲ میلیونه ډالر افغانستان ته، ۱۰۵ میلیونه ډالر یمن ته، ۱۷۰ میلیونه ډالر سومالیا ته، ۲۳۷ میلیونه ډالر سوریې ته او ۱۲ میلیونه ډالر غزې ته ځانګړې شوې وې.
د ملګرو ملتونو د نړۍ د خوړو پروګرام خبرداری ورکړی چې د دې عاجلې مرستو پرېکښیدو کولی شي د بشري فاجعې لامل شي او د میلیونونو هغو خلکو لپاره چې له سختې لوږې سره مخ دي، د «اعدام حکم» په څېر دی.
سینډي مککین، د نړۍ د خوړو پروګرام رئیس، په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «د دې بودیجې کموالی نه یوازې لوږه زیاتوې، بلکې بیثباتي هم پیاوړې کوي او نړۍ یې ناامنوي.»
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو ویاند، استیفن دوجاریک، ویلي چې دغه سازمان د لغوشوي قراردادونو جزیات څېړي.
د مختلفو سرچینو په وینا، د مرستو دې کموالی د ټرمپ حکومت د نړیوالو پرمختیایي پروګرامونو د کمولو او لغوه کولو یوه بله هڅه ده.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته د راتګ راهیسې، په پراخه کچه د امریکا متحده ایالاتو خارجي مرستې متوقف کړې دي، خو ځینې پروګرامونه لا هم له دې تعلیق څخه معاف پاتې شوي و.
په وروستیو کلونو کې امریکا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې، ترټولو لوی مرستندوی و. خو، د باخبره سرچینو په وینا، د امریکا د نړیوال پرمختیايي ادارې بودیجې د افغانستان لپاره پای ته رسیدلې ده.
د لغوشوي بودیجو کې هغه مرستې هم شاملې دي چې د ملګرو ملتونو ادارو او څو نورو غیردولتي سازمانونو ته ورکول شوې وې چې د ښځو او نجونو سره مرسته کوي.
په داسې حال کې چې افغانستان د جدي بشري ناورینن سره مخ دی، د نړۍ د خوړو پروګرام ویلي چې دغه هیواد په شدید خطر کې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې له ۲۳ میلیونه زیات خلک چې نیمه برخه یې ماشومان دي، عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
کارپوهانو رویټرز ته ویلي چې د امریکا د مرستو په تګلارو کې دغه بدلونونه، د بشري بحرانونو د زیاتېدو سربېره، ممکن په افغانستان کې د غیرقانوني کډوالۍ او اقتصادي بیثباتۍ نوی لړۍ رامنځته کړي.
دغه کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه حالت ممکن د خلکو د افراطي ډلو لکه داعش سره د یو ځای کیدو لامل شي او د افغانستان په میلیونونو خلکو لپاره وضعیت لا خراب کړي.