
د خوړو نړیوال پروګرام: د هوایي خدمتونو د بودیجې کمښت له کبله ممکن ودرېږي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د دې سازمان هوایي خدمتونه ممکن د بودیجې د شدید کمښت له امله ودرېږي.
دغه بشري مرستې اداره، نن (یکشنبه، ۷ د غویي / د اپریل ۲۷مه) په خپل ایکس شبکې کې خبر ورکړ چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د افغانستان د لیرې پرتو سیمو ته د مرستو د رسولو د الوتنو دوام لپاره ژر تر ژره ۱۰.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې پیغام کې څرګنده کړی چې په تیرو وختونو کې، کله چې سړکونه د جګړو یا طبیعي آفاتونو له امله بند شوي وو، بشري مرستې د هوا له لارې انتقال شوې او دا خدمات د افغانستان په سخته لاسرسی لرونکو سیمو کې د مرستندویه کسانو ته د رسېدو زمینه برابره کړې وه. سره له دې، د بودیجې د پام وړ کمښت، د هوایي مرستو د دوام لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې، په دې کال کې ۲۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې جملې ۱۶.۸ میلیونه کسان د مرستې ترلاسه کولو لپاره لومړیتوب لري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۲.۴۲ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.
دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې د متحده ایالاتو، چې مخکې د افغانستان تر ټولو لوی مالي مرستندوی و، د ډونالډ ټرمپ د حکومت له راتګ وروسته افغانستان او نورو فقیر هیوادونو ته خپلې مرستې بندې کړي دي.
د دې مرستو د بندیدو وروسته، ډیری بشري مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند یا شدید محدود کړي دي.