افغانستان

د امریکا مرستو د بندېدو پایلې؛ د روغتیا نړیوال سازمان: ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه بند شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته، ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

یاد سازمان په دې راپور کې چې نن (پنجشنبه، د غویي ۴مه/ ۲۴ د اپریل) خپور شوی، ویلي چې د دغو مرکزونو له بندېدو سره، په ۲۸ ولایتونو کې ۱.۸ میلیونه کسانو ته د اړینو طبي خدماتو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.

دا راپور داسې مهال خپریږي، چې وړاندې له دې روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به د بودیجې د کموالي له امله وتړل شي.

د راپور له مخې، افغانستان دا مهال له ګڼو خپرو شویو ناروغیو لکه خوارځواکۍ، شري، ملاریا، د ډېنګي تبه، د ماشومانو فلج، او د کریمه–کانګو د وینې بهېدونکې تبې سره مبارزه کوي.

راپور زیاتوي، چې د مارچ په میاشت کې د حاد تنفسي عفونت پېښې د فبرورۍ په پرتله ۱۸.۹ سلنه کمې شوې او ۱۳۹,۲۲۶ موارد ثبت شوي، چې له امله یې ۳۰۹ کسان مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان دا کموالی د هوا تودوخې او د سینه بغل او انفلونزا پر ضد د واکسین د پوښښ زیاتوالي پایله بولي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د شري پېښې د مارچ په میاشت کې ۴۲.۸ سلنه زیاتې شوې دي، چې ۱۲,۵۳۵ مشکوکې پېښې ثبت شوي او ۸۲ مړینې راپور شوي. د دې ناروغۍ د مړینې کچه ۰.۷ سلنه ښودل شوې او ویل شوي، چې دا شمېرې د نه واکسین شويو خلکو په منځ کې د دې ناروغۍ شدت ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په میاشت کې ۷۹۴ د ملاریا، ۲۹ د کریمه-کانګو تبې، ۱۸ د ډېنګي تبې، او ۱۴۷ د کرونا ناروغۍ پېښې ثبت کړي دي. همداراز راپور وايي چې حاد اسهال پېښې ۹.۴ سلنه زیاتې شوې او ۷,۱۲۸ مواردو ته رسېدلي دي.

دې سازمان ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرستو بندېدل، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو قطع کېدل – چې یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه و – د افغانستان د روغتیا نظام د یوې “انساني فاجعې” پر لور بیولی دی.

روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ماشومان او مېرمنو د مخنیوي وړ مړینو د مخنیوي لپاره خپلې مالي مرستې ژر تر ژره بېرته پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button