افغانستان

په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د تنباکو د استعمال د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندیښنه

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دفتر د «له تنباکو څخه د پاکې نړۍ ورځې» په مناسبت اعلان کړی چې په هیواد کې له هر څلورو لویانو څخه یو یې تنباکو کاروي.

دغه سازمان نن (شنبه، د غبرګولي ۱۰مه/ ۳۱ د مې ) په همدې مناسبت یو پیغام خپور کړی او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د تنباکو تر ټولو عام ډول، نسوار یا بې‌سود تنباکو دی؛ دا هغه بڼه ده چې ډېر خلک یې له زیانونو نه پوره خبر نه‌دي.

ډاکټر ادوین سنیزا سالوادور، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، په دغه پیغام کې ویلي چې د تنباکو استعمال د ځوانانو، په ځانګړي ډول د ځوان هلکانو ترمنځ په زیاتېدو دی. د ده په وینا، د تنباکو تولیدوونکي شرکتونه هڅه کوي چې د فریب ورکوونکو تاکتیکونو او هدفمندو اعلانونو له لارې نوې نسلونه د دغو موادو د کارولو خوا ته راکاږي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي زیاته کړې: «د تنباکو صنعت خپل زیانونه د خوږو دروغو تر شا پټوي او د خلکو د دوکه کولو لپاره له مختلفو تګلارو کار اخلي تر څو نور کسان هم روږدي کړي.»

په دې پیغام کې دا هم ټینګار شوی چې د تنباکو استعمال د نړۍ په کچه له هغو تر ټولو جدي لاملونو څخه دی چې د مخنیوي وړ مړینې رامنځته کوي، او د خلکو، کورنیو او ټولنو پر روغتیا سخت زیان رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د می ۳۱مه د «له تنباکو پرته نړیواله ورځ» په توګه نومولې. د دې ورځې هدف د خلکو د عامه پوهاوي لوړول، د تنباکو پرېښودو ته هڅول، او د سیاسي پریکړه‌کوونکو پام د تنباکو د استعمال د کمولو لور ته رااړول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button