افغانستان

د امریکا د مرستو بندیدو له امله په افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د امریکا د مالي مرستو د بشپړ بندیدو له امله په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه خپل فعالیتونه درولي، چې له امله یې له ۳ میلیونو زیات وګړي له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شوي دي.

دغه سازمان نن، (یکشنبه، ۴ د غبرګولي / د مې ۲۵مه) په یوه راپور کې ویلي چې دا تړل شوي مرکزونه د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې موقعیت لري او شاوخوا ۳.۰۵ میلیونه کسانو ته یې زیان رسولی دی.

د سازمان د شمېرو له مخې، تر ټولو زیات مرکزونه په دایکندي ولایت کې تړل شوي دي، چې شمېر یې ۶۳ ته رسېږي. همداراز ۸۰ مرکزونه په ختیځ، ۷۰ په سوېل ختیځ، ۶۷ په مرکزي لوړو سیمو (دایکندي او بامیان)، ۶۲ په شمال ختیځ، ۴۹ په شمال، ۴۷ په لوېدیځ، ۳۴ په سوېل، او ۱۱ په مرکزي ولایتونو (کابل، لوګر، میدان وردګ) کې بند شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د امریکا د مرستو بندیدو د زیان منونکو خلکو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له خنډ او ستونزو سره مخ کړی او د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل شوی دی. دغه سازمان له نړیوالو مرسته کوونکو غوښتي چې د بدیل مرستو لپاره اقدام وکړي.

امریکا، چې افغانستان ته یې تر ټولو ډېرې مالي مرستې کولې، له هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد، خپلې بهرني مرستې بندې کړې.

همداراز، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په تازه خبرداری کې ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله ۶.۳ میلیونه کسان – چې ډېری یې ښځې او نجونې دي – به اړین روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې هم د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې که بودیجه چمتو نه شي، نو په افغانستان کې به تر ۸۰ سلنه پورې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button