افغانستان

ملګرو ملتونو: په افغانستان کې قابله‌گان ۹۰ سلنه اړینې روغتیايي پاملرنې ترسره کوي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د نړيوالې ورځې د قابله‌ګانو په مناسبت ويلي، چې قابله‌ګان د اړینو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري، او تر ۹۰ سلنې پورې دا ضروري پاملرنې په بحراني حالاتو کې ترسره کوي.

دغه نړیوال بنسټ نن (دوشنبې، ۱۵ د غویی/ د مې ۵مه) په  «ایکس» کې د یوې پیغام په خپرولو سره د افغان قابله‌ګانو له هڅو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د تولید مثل روغتیا پاملرنه باید آن په اضطراري شرایطو کې هم دوام ومومي.

په دې پیغام کې راغلي: «ښځې په بحراني حالاتو کې له زیږون څخه نه درېږي، نو له همدې امله باید د حاملګي روغتیايي خدمات هم نه درېږي.»

یاد سازمان د هرات یوې قابله، حبیبې، د یوه ویډیو له لارې یادونه کړې، چې «د حبیبې په څېر قابله‌ګان کولای شي تر ۹۰ سلنې پورې اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي او حتی په سختو شرایطو کې د میندو او ماشومانو ژوند وژغوري.»

افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. د مجربو کارکوونکو او روغتیايي امکاناتو کمښت د روغتیايي خدمتونو، په ځانګړي ډول د حاملګي روغتیا برخه کې، یو له مهمو خنډونو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نجونو زده‌کړې تر شپږم ټولګي پورته بندې کړې دي. دا بندیز د ښځینه ډاکټرانو او قابله‌ګانو د سخت کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د دې وضعیت دوام کولای شي په افغانستان کې روغتیايي بحران لا پسې زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، له نړیوالۍ ټولنې غوښتي، چې د قابله‌ګانو د زده‌کړې او ملاتړ پروګرامونه پیاوړي کړي، ترڅو هغوی وکولای شي خپل مهم خدمتونه د افغانستان ښځو او ماشومانو ته وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button