افغانستانښځې او بشري حقونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د نړیوالو جنایی محکمې د لوی څارنوال اقدام بې بنسټه او سیاسي اقدام دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنایی محکمې څارنوال د غوښتنې په غبرګون کې چې د بشري حقونو پر ضد جرمونو له امله یې د طالبانو مشر او قاضي القضات د توقیف غوښتنه کړې، هغه بې بنسټه او د سیاسي موخو لپاره یې یاد کړی او غندلی یې دی.

دغه وزارت نن جمعه، د سلواغې ۵مه /  ۲۴ د جنورۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ډلې د مشرانو د توقیف غوښتنه د عادلانه حقوقي بنسټ څخه خالي، دوه ګونې چلند او سیاسي اقدام دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې د دې ډلې پر لوړپوړو مشرانو د دې ادارې تورونه په کلکه غندي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه تورونه په داسې حال کې د دې ډلې پر مشرانو لګول کیږي چې “‏ اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنگسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.”

په اعلامیه کې د نړیوالې جنایی محکمې په اړه ویل شوي چې دغه محکمه د تیرو شلو کلونو په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړو له خوا د افغانستان په اړه ترسره شویو جنایاتو ته سترګې پټې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې نړیوالې محکمې حیثیت او اعتبار ضعیف بللی او په دې یادونه کړې چې د دې ډلې د مشرانو د توقیف غوښتنې سره داسې ناسم اقدامات د دې نهاد نړیوال حیثیت او دریځ بې معنی کوي.

دغه وزارت ادعا کړې چې نړیوالې جنایي محکمې هڅه کوي چې د بشري حقونو ځانګړی تفسیر پر نړیوالو تحمیل کړي، پرته له دې چې د هغوی ملي او دینی ارزښتونه په نظر کې ونیسي.

د نړیوالې جنایي محکمې  څارنوال، کریم خان پرون پنج شنبې، د سلواغې ۴مه (د جنورۍ ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د هیبت الله آخندزاده، د طالبانو مشر، او عبدالحکیم حقاني، د دې ډلې د قاضي القضات د توقیف حکم غوښتنه ثبت کړې ده.

 

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button