افغانستانښځې او بشري حقونه

یوه ځوانه نجلۍ او یو سړی په دایکندی کې ځانوژنه کړې ده

ځايي سرچینې د دايکندي د ميرامور ولسوالۍ څخه تحول ته وويل، چې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ او یو ۴۵ کلن سړي په دوو جلا پیښو کې ځانونه په رسۍ زندۍ کړي دي.

د سرچینو په وینا، “ګل افروز” چې د “بوم شیر راباط” کلي اوسېدونکې وه، پرون سې شنبه د غبرګولي ۸مه / د می ۲۸مه نېټه د سهار شاوخوا ۵ بجې په خپل کور کې ځان په رسۍ زندۍ کړی.

سرچینې زیاتوي چې په بله پېښه کې یو ۴۵ کلن سړی چې “طلاحسین” نومېږي، او د “نیقل راباط‌‌” کلي اوسېدونکی و، نن چهار شنبه د غبرګولي ۹مه / د می ۲۹مه نېټه د سهار شاوخوا ۶ بجې له کوره بهر په خپله کرونده کې ځان په رسۍ زندۍ کړی دی.

د سرچینې د راپور په حواله، دا دوه پېښې له یو بل سره اړیکه نه لري.

د دې دواړو پېښو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او د طالبانو ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د ښځو، په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو د ځان وژنې راپورونه تقریباً هره ورځ ورکول کېږي، خو د سړو ځان وژنه یوه نادره خبره ده.

د ځان وژنې د زیاتوالي لامل، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانو نجونو په منځ کې، د طالبانو له محدودیتونو څخه د راتلونکي د روښانه لید نشتوالی ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button