افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبان په دایکندي کې د یوه تعلیمي موسسه ۹ ښوونکو یو ځل بیا نیولي دي

ځايي منابع د دایکندي ولایت د سنگتخت او بندر ولسوالۍ څخه وایي چې طالبان د «افق نوین» تعلیمي مؤسسې ښوونکي یو ځل بیا نیولي دي.

دغه منابع نن پنجشنبه، د کب ۸ مه (۲۷ د فبروري) تحویل ته وویل چې پرون (سه‌شنبه ۷ حوت / ۲۶ فبروري) د دغه مؤسسې ۹ ښوونکي، چې د سنگتخت او بندر ولسوالۍ د ابتدایي محکمې ته بلل شوي وو، یو ځل بیا نیول شوي او په دغه ولسوالۍ کې د امنیه قوماندانۍ ته انتقال شوي دي.

دې منابعو زیاته کړه چې درې تنه د نیول شویو کسانو عمر تر ۱۸ کالو لاندې دی او طالبان د دې ښوونکو د کورنیو غوښتنې ته په ځواب کې د نیول کیدو دلیل په اړه هیڅ توضیحات نه دي ورکړي.

د منابعو په وینا، اسدالله حلیمي، د کورس مدیر، مهدی فرزاد، جمال‌الدین پیمان، طلا ایوبي، علی فیضی، نعمت‌الله اندیشمند، احمد هوشمند او اسد، د انګلیسي ژبې استادان، بومان حسینی د کمپیوټر استاد په ګډون د نیول شویو کسانو په منځ کې دي.

 په سنگتخت او بندر کې د «افق نوین» د انګلیسي ژبې یوه صنف/ عکس تحویل ته را لیږل شوی

ویل شوي چې دغه ښوونکي مخکې له دې چې دغه تعلیمي مؤسسه وتړل شي، په سلبیتو، سیاسنگ غجورباش، د بندر بالا استقلال لیسه او دهن شمشیر سنگ څانګې کې د انګلیسي ژبې تدریس کړی و.

«افق نوین» تعلیمي مؤسسه د طالبانو لخوا د بهرنیو موسسو د بندولو وروسته د دایکندي، غور او بامیان ولایتونو کې د GRS پر ځای فعالیت پیل کړی و. دغه مؤسسه د دې ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د انګلیسي ژبې د زده کړې مرکزونه پرمخ بیول.

د مرغومی ۲۳مه  (۱۲ د جنوري)، د دغه تعلیمي مؤسسې څانګې په خدیر او سنگتخت -بندر ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو لخوا وتړل شوې او د دې مؤسسې مدیران او ځینې ښوونکي نیول شوي و چې وروسته په ضمانت خوشې شوي و.

 

همدارنګه، د همدې علت له مخې، د سلواغې ۷مه د غور ولایت د لعل او سرجنگل ولسوالۍ او ۸ سلواغې په بامیان کې د دې مؤسسې تعلیمي مرکزونه د طالبانو د استخباراتو لخوا تړل شوي دي.

طالبان په افغانستان کې د نجونو تعلیم منع کړی او له هغو مؤسسو سره چې دغه بندیز نه مراعتوي، سخت چلند کوي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button