
په دایکندي ولایت کې یو رواني ناروغ د قرآن تحریف کولو په تور ونیول شو
د دایکندي ولایت د امر به معروف او نهی عن المنکر ریاست ویلي چې یو سړی د قرآن تحریف کولو په تور نیولي دي.
دغه ریاست نن پنجشنبې، د سلواغې ۱۸مه (۶ د فبروري) رسنیو ته ویلي چې یو سړی د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ څخه د قرآن تحریف په جرم نیول شوي دي.
د امر به معروف او نهی عن المنکر ریاست زیاته کړې چې دا سړی د میرامور ولسوالۍ د “راباط” کلي اوسیدونکی دی او د کابل له یو بل سړی په امر یې قرآن تحریف کړی دي.
دغه مهال باوري سرچینې وايي چې دا سړی چې نوم یې «سرور فهیمی» دی، له یو څه موده را په دی خوا د رواني ناروغي اخته دي او د طالبانو محتسبانو هغه پرون د خپل کور نه د راباط کلي څخه نیولی دي.
د سرچینو په وینا، پرون د سیمې یو شمیر مشرانو د میرامور ولسوالۍ ته مراجعه وکړه او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه، خو دغه هڅې بې نتیجې پاتې شوې.
د سرچینو په اساس، د دې سړی د دیني علومو تعلیمي سطحه یوازې ابتدایي ده او په وروستیو کلونو کې یې رواني اختلالات پیدا کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې هغه په هرې غونډې کې دا ادعا کړې چې د قرآن موجوده نسخې سمې نه دي.
طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسنه هڅه کوي چې د خپل دیني تفسیر او افراطی نظر په زور خلکو ته ومني.