
هلمند کې د یو پخواني ماین چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د اطلاعات روز د راپور له مخې، هلمند کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوې او یو لس کلن هلک ټپي دی.
په دې ولایت کې د طالبانو د والي ویاند محمد قاسم ریاض وایي، چې پیښه نن ورځ (پنج شنبه، ۲۷ د غویي) د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «عظیم» کلي کې د یو پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، په دې چاودنه کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژلی شوې او یو ۱۰ کلن هلک ټپي دی.
د ده په وينا، د دې ولسوالۍ په زیاتو سیمو کې لاهم پخواني ښخ شوي ماینونه پاتې دي.
د تېرو څو لسيزو جګړې له کبله د افغانستان ځمکه په ماينونو او چاودېدونکو توکو ککړه پاتې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي له جګړې د پاتې شويو ماينونو او چاودېدونکو توکو څخه په يو کيلومټرۍ کې ژوند کوي.