افغانستان

د ورستیو سیلابونه له امله ۳۶ کسان مړه او ۲۴۰ کورونه ویجاړ شوي

د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې د وروستیو دوو ورځو په جریان کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې تر اوسه ۳۶ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. د دې پېښو له امله ۲۴۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او ۶۱ کورونه جزوي زیانمن شوي دي.

په فراه ولایت کې د پشت کوه ولسوالۍ دوه کورنۍ چې د تفریح په موخه غره ته تللې وې، په سیلاب کې بندې پاتې شوې. په دې پېښه کې ۲۰ کسان مړه او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د ځاېي سرچینو په وینا په بالابلوک، فراه رود او بکوا ولسوالیو کې د سیلابونو له امله درې کسان مړه او پراخې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

دغه راز په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس، حافظ عبدالباري راشد ویلي چې د تیرې ورځې سیلابونو په سنګین، موسی کلا او ګرشک ولسوالیوکې مرګ ژوبله اړولې ده.

په سنګین ولسوالۍ کې د یو کور چت نړېدلی، چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي دي.

په موسی کلا کې درې کسان او په ګرشک کې هم د تندر له امله د یوې کورنۍ شپږ تنه ټپیان شوي دي.

ورته مهال، په کندهار ولایت کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د شاولیکوټ ولسوالۍ ې یو «ویګو» موټر د سیلاب له امله اوبو ته وویستل شو، چې په کې دوه کسان مړه شوي دي.

د طالبانو چارواکو وویل چې د بارانونو له امله په دې ولایت کې «ځاني او مالي زیانونه» راغلي دي، خو د کسانو د تلفاتو په اړه نورې جزئیات یې نه دي څرګند کړي.

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې د زیانمنو سیمو ته د ارزونې ډلې لېږل شوې دي ترڅو د مرستو او بیارغونې پروسې پیل کړي. یاد ادارې له خلکو غوښتنه کوي، چې سېلاب‌ ځپلو سیمو ته له تګ ډډه وکړي او د احتمالي خطرونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button