
سیلاب په بدخشان کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل او په بغلان کې یې درانه مالي زیانونه واړول
په بدخشان کې د طالبانو د ځايي چارواکو په وينا، د تیرې شپې د شنبې په ورځ د غبرګولي ۵مه / د می ۲۵مه د سیلابونو د راوتلو له امله د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.
ذبیح الله امیري، په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس، رسنیو ته ویلي دي چې د تیرې شپې نیمې په مهال د فیض آباد د مرکز اړوند د “مورچک” په کلي کې د سیلابونو د راوتلو له امله یوه کورنۍ له ټولو غړو سره مړه شوي دي
د امیري په وینا تر اوسه د دې کورنۍ یوازې د یوه غړي مړی د کوکچې سیند څخه موندل شوی او پاتې ۹ کسان لا هم ورک دي. امیري زیاته کړې چې د پاتې کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي، چې ښایي ټول وژل شوي وي.
په همدې حال کې، له سیلاب ځپلي بغلان ولایت څخه ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د تېرې ورځې د شنبې په مازیګر د سیلابونو د راوتلو له امله د خلکو استوګنځي او کروندې ویجاړې شوې دي.
که څه هم تر اوسه پورې د زیانونو د کچې په اړه له اړوندو ادارو څخه شمیرې نه دي خپرې شوي، خو ځايي سرچینو د زیانونو کچه خورا لوړه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم بغلان ولایت د مرګونو سیلابونو شاهد و، چې له امله یې په دې ولایت کې د وروستیو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۳۱۵ کسان مړه شوي او سلګونه استوګنځي ویجاړ شوي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان زیاتره سیمې په ځانګړې توګه شمال، مرکز او لویدیځ د مرګوني او ویجاړونکو سیلابونو شاهدې وې.