Uncategorizedافغانستان

په کندهار او بلخ کي د ترافیکي پېښې له امله څلور دیرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کي د طالبانو ځایی چارواکو وایی چې په دی ولایت کي د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دکندهار د طالبانو  امنیې قومندانۍ مسولين وايي چې دا پيښه پرون جمعه، ۱۱ د غبرګولي د کندهار __ هرات په لويه لاره د میوند ولسوالۍ د ملا عبدالله جان آخند د پمپ سره د يو عراده ټيلر موټر او یو عراده زرنج ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوي دي.

د طالبانو امنیه قومندانۍ په وینا، په ياده ترافیکي پيښه کي ٢٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ٢١ تنه پکې زخمیان شوي او د یوې ماشومې په ګډون دوه تنه نور وژل شوي، چې زخمیان میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال سوي دي.

په همدې حال کې، د طالبانو د بلخ امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یوه ترافیکي پېښې له امله په شولګره ولسوالۍ کې پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د شولګرې-مزار شریف په لاره کې رامنځته شوې دي.

ترافیکي پېښې نږدې هره ورځ د مسافرو ژوند اخلي چې ډېری علتونه یې د سړکونو خرابي او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

 

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button