
ارزګان کي يو خبریال وژل شوی
د ارزګان د مرکز ترینکوټ په سفیدخار سیمه کي د احسان الله پښتون په نوم یو سیمه ییز خبریال وژل شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، پښتون پرون (سه شنبه ۱۵ د غبرګولي/ ۴ دجون) ماپښین د دوو کورنیو تر منځ د مځکي پر سر په جګړه کي وژل شوي دي.
ارزګانی وایي، د پښتون د وژلو په تور ئې څلور کسان نیولي او تر پوښتنو او ګرېږنو لاندي دي.
پېښه د سه شنبې په ماسپښین شوې ده، په سيمه کي خبريالان هم ياده پېښه تاييدوي او وايي، چي پښتون د ځمکې پر سر په جګړه کې وژل شوی.
د پښتون يو همکار احسان الله ولسمل وايي، همکار يې هغه وخت ژوند دلاسه ورکړی، چي د دوو کورنيو ترمنځ جګړه وشوه او پر يو او بل يې د لو د لورونو ګوزارونه وکړل.
په کندهار حوزه اکثره وختونه د ځکمو او اوبو لګولو پر سر شخړي په خونړيو جګړو اوښتي وي.
د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې هم په ورته يوې پيښي کي يو کس وژل شوئ او دوه تنه ټپيان دي.