افغانستان

په کندهار کي د بم چاودنې له امله یو کس وژل سوی او درې نور ټپيان سوي دي

د کندهار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د کابل اډې پر سړک د لاسي بم چاودنې له امله یو کس وژل سوی او درې نور ټپيان سوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد هم ياده پېښه تاییدوي او وايي، چي دغه ماين په يوه کراچۍ کي ځای پرځای شوی وو.

هغه وايي، امنیتي ځواکونه د پېښې د رامنځته کیدو سره سم د پېښې ځای ته رسيدلي، او د يادې پېښې په اړه یې پلټني پیل کړي دي، تر څو د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.

د ښاغلی جمشید په وینا، دا پېښه پرون (دوشنبی ۳۱د غویی/ ۲۰ دمی) رامنځته سوی دي.

تر اوسه معلومات نشته چي ولي او چا ته دغه ماين ايښودل شوی وو، خو د امنيې قومنداني د وياند په وينا په پېښه کي يوازي عام کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button