افغانستان

کندهار کې د یو پخواني پولیس سر پرې کړ ي جسد موندل شوی دي

د کندهار څخه سیمه‌ییزو سرچینو ویلي دي چې د پخوانیو محلي پولیس غړي د«ولي الله» په نوم سر پرې کړي جسد د کندهار ښار د عینومینې په سیمه کې موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، نوموړی د روژې په ۲۷مه نېټه له خپل کوره ورک شوی و، خو جسد یې پرون(سې‌شنبه، ۱۲ د وري/ د اپریل ۱مه) په یوې خونړۍ بېلګه موندل شوی چې سر یې له جسد څخه جلا شوی و.

سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې ولي الله د پخواني جمهوري حکومت په محلي پولیسو کې دنده ترسره کړې وه او د «نامعلومو کسانو» له خوا تښتېدلی و.

 

پر افغانستان دطالبانو تر واکمنیدو وروسته له بېلابېلو ولایتونو څخه د پخوانیو سرتیري او چارواکو د وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

ملګرو ملتونو هم د خپل وروستۍ راپور کې د طالبانو له لوری د پخواني حکومت نظامیانو او چارواکو د خپلسر نیولو، شکنجې او وژلو تاییدي  کړي دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button