
په هلمند ولایت کې د خانشین ولسوالۍ پخوانی قومندان وژل شوي دي
په هلمند ولایت کې د خانشین ولسوالۍ پخوانی قومندان د نامعلومو کسانو لخوا ويشتل شوی او وژل شوی دی.
محلي منابع وايي، ډګروال تور جان د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي ۱۶مه/د جون ۵ مه لس بجې لښکرګاه ته څېرمه د هلمند کندهار پر سړک ويشتل شوی.
په سيمه کي يو عيني شاهد وايي، «« سهار محال زه ولاړ وم سودا مي کول چي پر هونډا موټر سايکل دوه کسان سپاره راغلل او زما څخه سل يا اتيا متر ليري يې هغه د هغه پر موټر د شاه او مخ څخه ډېر ټکان وکړه چي بيا يې وويشتی او خلک ولاړل، بيا تور جان خلک د هلمند دولتي روغتون يوړی»»
د ياد کس په وينا هغه لومړی ژوندی وو، چي روغتون ته يې وړی وو وروسته يې ساه ورکړه.
سرچينه وايي، چي موږ نژدې نه ورغلو، ځکه ډېر ژر طالبان سيمي ته را ورسېدل.
ډګروال تور جان په تير حکومت کي د هلمند د خانشین ولسوالۍ د امنيت امر او وروسته امنيه قوماندان پاته شوی.
طالبانو تر دې مهاله د يادي پيښي په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو د واکمنېدو وروسته، د طالبانو د عمومي عفوې سره سره، پخواني نظامیان د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل کېږي. په ځینو مواردو کې دا وژنې د طالبانو غړو ته منسوبېږي.