
د ماشومانو د ژغورنې صندوق “Save the children” غیر دولتي سازمان ویلي، اندېښنه لري، چي په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۶.۵ میلیونه ماشومان به په افغانستان کې د لوږي د بحراني حالت سره مخامخ شي.
اسوشیتید پرس د دې سازمان څخه نوي راپور تر لاسه کړی، چې پکښي ويل شوي، تقریباً درې له هر لسو افغان ماشومانو به په دې کال کې د لوږي په بحراني یا اضطراري حالاتو کې وي، ځکه چې هیواد د سیلابونو بېړنيو تاثیرات، د اوږد مهاله وچکالۍ اثرات، او د پاکستان او ایران څخه د افغانانو راستنېدل تجربه کوي.
نوي معلومات د نړیوالو څېړنيزو بنسټونو څخه چې په مختلفو هیوادونو کې د خوراکي امنیت او لوږي د سطحو طبقه بندي کوي، وړاندوينه کوي چې د افغانستان ۲۸ سلنه نفوس، چې تقریباً ۱۲.۴ میلیونه کسان کیږي، د میزان میاشتې پورې به د خوراکي ناامنۍ سره مخ شي. د دې شمېرې څخه، تقریباً ۲.۴ میلیونه کسان چي وړاندوينه کیږي چې د اضطراري لوږي سره به مخ شي.
دا ارقام په وروستي راپور کې چې د تیر کال تله میاشتې کې خپور شوی و، لږ څه ښه شوي، خو بیا هم د مرستې ورکولو اړتیا په ګوته کوي، ځکه چې نیمایي نفوس د فقر سره مخ دي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق په راپور کې ویلي چې وچکالي او ناڅاپي سیلابونو د جوزا په میاشت کې د افغانستان شمال ته زیان رسولی او له ۴۰۰ څخه زیات کسان یې وژلي دي، زرګونه کورونه يې ویجاړ کړي یا زیانمن شوي او کرنیزې ځمکې په جدي توګه زیانمن شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د خپل اضطراري غبرګون پروګرام په برخه کې، په بغلان ولایت کې چې له سیلاب څخه ترټولو زیات زیان لیدلی، یو «سیار کلینیک» جوړ کړی دی. دا سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې تقریباً ۲.۹ میلیونه ماشومان د ۵ کالو څخه کم د لوږي سره مخ کیږي.
په راپور کي د ماشومانو د ژغورنې صندوق د افغانستان د برخې مدیر له قوله ویل شوي چې دا سازمان تر اوسه پورې له ۷۰۰۰ څخه زیات ماشومان د شدید یا حاد سوءتغذیې څخه درملنه کړې ده.
هغه ټینګار وکړ: «دا ارقام د کورنیو د پرله پسې شوکونو په وړاندې د دوامداره ملاتړ اړتیا ښیې.»
هغه زیاتوي چې ماشومان د درې کلونو د وچکالۍ ویجاړونکي تاثیرات، د لوړې بې کارۍ کچه، او د پاکستان او ایران څخه د ۱.۴ میلیونه څخه زیات افغانانو راستنېدل تجربه کوي.
هغه زیاته کړه: «موږ د اوږدمهاله، د ټولنې پر بنسټ حلونو ته اړتیا لرو ترڅو کورنۍ وکولای شي خپلې ژوندی بیرته جوړ کړي.»
ښاغلی ملک ویلي چې د ۲۰۲۴ کال بشري مرستو غبرګون پروګرام لپاره یوازې ۱۶ سلنه بودجه برابره شوې، خو تقریباً نیمایي نفوس مرستې ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ: «دا د نړۍ لپاره د سترګو پټولو وخت نه دی.»
د دې راپور په بنسټ، وروسته له دې چې پاکستان د غیر قانوني مهاجرینو اخراج پیل کړی، له سپټمبر ۲۰۲۳ څخه تر اوسه پورې له ۵۵۷،۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
په وری میاشت کې، د نجات ماشومانو سازمان وویل چې له پاکستان څخه د جبري راستنیدو وروسته څلورنیم میلیونه افغان ماشومان تعلیم، خواړه او کور ته اړتیا لري.