افغانستان

۱۷۵ افغان کډوال له پاکستان زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۱۷۵ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، یاد کسان د شنبې په ورځ (د وري ۳۰مه/ ۱۹ د اپریل) له پاکستاني زندانونو خوشې شوي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت په وینا، دا کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درې ورځو پورې زنداني پاتې شوي دي. د هغوی د راستنېدو وروسته، ثبت‌نام شوي او مرستې ورکړل شوې، بیا خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.

یادونه باید وشي چې پاکستان د روان میلادي میاشتې له پیل راهیسې د افغان کډوالو جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده. دې هېواد هغو افغانانو ته چې اسناد نه لري یا د تابعیت کارتونه لري، تر ۳۱ مارچ پورې وخت ورکړی و چې پاکستان پرېږدي.

همداراز راپورونه وایي چې حتی هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت کارتونه لري، له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو نورو ښارونو ته لېږدول کېږي، چې دا چاره د افغان کډوالو ترمنځ ژورې اندېښنې راپارولي دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button