افغانستان

طالبانو وایي په ایران، پاکستان او ترکیې کې ۱۲ زره افغانان بندي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تر ۱۲ زرو څخه زیات افغان کډوال اوس مهال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې بندي دي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني نن (سې‌شنبه، ۱۲ د وری/ د اپریل ۱مه) په یوه مرکه کې وویل چې په تېر کال کې یې له پاکستان څخه درې زره او له ایران څخه ۱,۳۵۰ افغان کډوال خوشي کړي او هېواد ته یې راستنولي دي.  

 

حقاني په دې مرکه چې د طالبانو تر کنټرول لاندي ملي ټلویوزیون ترسره شول، څرګنده کړي دي چې د ایران په زندانونو کې ۸ زره، پاکستان کې ۳ زره، او ترکیه کې نږدې ۱ زره افغانان بندي دي.

نوموړي وویل: «موږ د دې کډوالو د خوشي کولو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې کړي دي او په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي».

د طالبانو وزارت د دې بندیانو د جرمونو په اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي، خو وایي د دوی خوشي کیدو یې هڅې کوي‌.

په همدې مهال، ډېری افغان کډوال په پاکستان او ایران کې د غیرقانوني استوګنې یا د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د کډوالو د حقونو سازمانونو او فعالانو د پاکستان او ایران په زندانونو کې د افغانانو سره د ناسم چلند په اړه نیوکې کړي دي. د ایران د بشري حقونو سازمان (چې مرکز یې ناروې کې دی) وویل چې ایران په ۲۰۲۴ ز کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان اعدام کړي دي، چې دا شمېر د نورو بهرنیو اعدام شویو کسانو په پرتله ډېر دی.  

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button