
د طالبانو مشر: فقر او شتمني د خدای له لوري دي، په تقدیر قانع اوسئ او له بل چا شکایت مه کوئ
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي چې فقر او شتمني د خدای له تقدیر څخه دي او مسلمانان باید په دې اړه له چا شکایت ونه کړي.
د طالبانو مشر نن (یکشنبه۱۰ د کب/ د مارچ ۳۰مه) په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه پرمهال ټینګار وکړ چې شتمن باید پر فقیر باندې رحم وکړي او فقیر په خپل حال کې «راضي» اوسي او د شتمن لپاره دعا وکړي.
هبت الله اخوندزاده وویل: «هغه فقیر چې صابر وي، باید ووايي: خدای پرېکړه کړې ده چې زه فقیر یم، نو زه د هغه په حکم قانع یم. زه پر خدای باندې ایمان لرم او هغه تقدیر یې راته ټاکلی، نو زه له هیچا ګیله نه لرم.»
د هبت الله اخوندزاده دا خبرې په داسي مهال کې کړې دي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ له ورسته، د بشرپالو سازمانونو راپورونه ښیي چې په هیواد کې د فقر کچه په چټکۍ سره لوړه شوې ده او میلیونونه وګړي د خوراکي او طبي مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو تر وړاندې شوي شمېرې پر بنسټ، په ۲۰۲۵ ز کال کې ۲۲.۹ میلیون افغانانو د ژوند د اساسي اړتیاوو لپاره په بهرنیو مرستو تکیه لري.
همدارنګه، ۱۵ میلیون وګړي د خوراکي ناامنۍ په بېړني حالت کې دي، چې په دې کې ۳.۵ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون حاملې او شیدې ورکوونکې میرمنې د خوارځواکۍ سره مخ دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د فقر او شتمنۍ مسئله په الهي تقدیر حواله کوئ، نړیوال سازمانونه هڅوي چې د افغانستان د بحراني وضعیت په اړه فوري اقدامات وشي.