افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې له پاکستانه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره، تر روان میلادي کال پورې ۲۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د WFP مشره، موتینتا چیموکا، چې تازه یې تورخم ته سفر کړی و، ویلي دي چې ډېر شمېر کډوال بې له کوم شي افغانستان ته راستانه کېږي. نوموړې زیاتوي چې دا کسان داسې مهال راځي چې په افغانستان کې له هر درې وګړو یو تن نه پوهېږي چې بل ځل به له کوم ځایه خوراک ترلاسه کړي.

چیموکا ویلي، WFP دا مهال له راستنېدونکو سره مرسته کوي، خو د دوامدارو او پراخو مرستو لپاره زیاتې بودجې ته اړتیا لري.

بل‌خوا، د پاکستان حکومت د روان میلادي میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی. د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر دې دمه له ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال شړل شوي دي.

پاکستان غواړي چې نږدې ۸۰۰ زره بې اسناده او د افغان تابعیت کارت لرونکي کډوال له خپلې خاورې وباسي. یاد هېواد تېر کال هم تر یو میلیونه زیات افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي وو.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مرسته ونه‌شي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې به بشري ناورین نور هم ژور شي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button