
په جنیوا کې د افغانستان استازولۍ دفتر :سویس حکومت د افغان کډوالو د قوم پر بنسټ د ایستلو راپور رد کړ
په جنیوا کې د افغانستان استازولۍ دفتر اعلان کړی چې د سویس حکومت هغه راپورونه بېاساسه بللي او رد کړي چې ګواکې افغان کډوال د قوم پر بنسټ له دې هېواده ایستل کېږي.
یاد دفتر نن سهشنبه، د غویي ۱۶مه (۶ د مې) څو ساعته مخکې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، له فدرالي کډوالۍ ادارې څخه یې د هغه راپور په اړه وضاحت غوښتی و چې پکې یوه سویسي رسنۍ ادعا کړې وه چې د پښتون قوم پورې اړوند کډوال بېرته افغانستان ته ایستل کېږي.
د اعلامیې پر بنسټ، د سویس د کډوالۍ ادارې د نړیوالو اړیکو ریاست دا راپور «په بشپړ ډول بېاساس» بللی او ټینګار یې کړی چې یاد راپور یوازې د هغو فرضي سناریوګانو پر بنسټ چمتو شوی و چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو د احتمالي بیا ادغام پروګرامونو ارزونه یې کوله.
همداراز، د کډوالۍ اداره ټینګار کوي چې د پناهندګۍ په تګلاره کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او نه هم د قوم پر بنسټ، په ځانګړي ډول د افغانستان د پښتنو په اړه کوم بدلون پلان شوی دی.
یادې ادارې د افغانستان استازولۍ ته په ځواب کې ویلي: «موږ خواشیني یو چې دا ناسم راپور د سویس مېشتو افغانانو تر منځ اندېښنې او بېباوري رامنځته کړې ده.»
تر دې مخکې، د «انزیدزید» په نوم یوه سویسي رسنۍ راپور ورکړی و چې د سویس دولت داسې طرحه ارزوي چې یوازې د پښتنو کډوالو د ایستلو په اړه ده. دې رسنۍ ادعا کړې وه چې پښتانه کډوال د طالبانو له امله په افغانستان کې له زیات امنیت او فرصتونو برخمن دي.
یاد راپور په ټولنیزو شبکو او رسنیزه فضا کې پراخ غبرګونونه راپارولي، چې د افغانستان سیاسي فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو دا د نړیوالو قوانینو او بشري حقوقو خلاف بللی و.