افغانستان

بنټ د پاکستان لخوا د افغان پناه غوښتونکو د جبري اخراج په اړه اندېښنه ښودلې ده

ریچارد بنټ، د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو لپاره ځانګړی رپورټر، د پاکستان لخوا د افغان پناه غوښتونکو د جبري اخراج په اړه د اندېښنې څرګندونه وکړه. ښاغلي بنت تیره ورځ سه‌شنبه، د ۱۸ مرغومی/۷ جنوري په خپل ټویټر کې غوښتنه وکړه چې افغان پناه غوښتونکي باید خوندي او له جبري بیرته ستنیدو څخه خوندي پاتې شي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په خطر کې دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکی ټینګار کړی چې افغان پناه غوښتونکي په پاکستان کې د ښه چلند حق لري. په وروستیو ورځو کې د پاکستان پولیسو د افغان پناه غوښتونکو د اخراج کارونه زیات کړي دي. یو شمېر پناه غوښتونکو رسنیو ته ویلي چې حتی ښځې او ماشومان هم د پاکستان پولیسو لخوا نیول او اخراج کیږي. د افغانستان سفارت چې د طالبانو لخوا اداره کیږي، هم پرون د ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکو د نیولو خبر ورکړی و.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button