
د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنیدو له امله د بشري ناورین د آسیا پلټفرم خبرداری
آسیا پلټفرم په خپل تازه بیان کې خبرداری ورکړی چې له پاکستان څخه راستانه شوي له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال، که چیرې سمدستي ملاتړ ورسره ونشي، د ثانوي بېځایه کېدو او یو جدي بشري ناورین له خطر سره مخ دي.
په بیان کې راغلي چې دغه کډوال، زیاتره په جبري توګه، داسې هېواد ته ستنیږي چې له مخکې نه له پراخې فقر، اقتصادي سقوط او د منابعو له شدید کمښت سره لاس او ګرېوان دی.
آسیا پلټفرم ویلي: «افغانستان مخکې هم د آسیا تر ټولو لوی داخلي بېځایه کېدو بحران تجربه کړی. اوس بیا د جبري ستنیدو له نوې څپې سره، د وروستیو کلونو یو له ستر ټولنیزو بدلونونو سره مخ دی.»
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ځمکې، سرپنا، قانوني اسنادو، د کار زمینه او تعلیمي او روغتیایي خدماتو نشتون د ستنېدونکو لپاره د یوه بشري ناورین او لا زیاتو ګډوډیو لامل ګرځېدلی شي.
دغه سازمان له ټولو هېوادونو، ادارو او اړوندو سازمانونو غوښتنه کړې چې د باعزته، مصؤن او داوطلبانه ستنیدو اصول مراعات کړي او له یوه منظم سیمهییز غبرګون سره، د پناهغوښتونکو او ستنېدونکو حقونه خوندي کړي.
په همدې حال کې، ګڼ شمېر راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناوړه، سپک او غیر انساني چلنده شکایت کوي.
پاکستان، چې له اوږدې مودې راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، اوس د خپلو داخلي سیاسي او امنیتي اندېښنو له امله، د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړی، چې زرګونه افغانان پکې جبراً بیرته خپل هېواد ته استول شوي دي.