افغانستانښځې او بشري حقونه

طالبانو ۱۷ کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په کابل او ارزګان ولایتونو کې په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د ارزګان او کابل ولایتونو کې یې ۱۷ کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په عام محضر کې په دره وهلي دي.

د یاد محکمې په یو اعلامیه کې ویل شوي، چې نن پنج‌شنبې  (۲۸ حمل / ۱۷ اپریل)، ۱۵ کسان د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ابتدایي محکمې د حکم له مخې د خلکو په حضور په درو ووهل شول.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، له دغو کسانو څخه ۵ د غلا، ۴ د زنا، ۴ د لواطت او ۲ د نامشروع اړیکو په تورونه مجازات شوي دي.

سترې محکمې ویلي چې هر یو مجرم ته ۳۹ درې وهل شوي دي او یو تر درې کلونو د بند سزاوې هم ورکړل شوې دي.

د دې سزا تر تطبیق مخکې، په ارزګان کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست له خلکو غوښتي وو چې د ترینکوټ ورزشي لوبغالي ته راشي او دا سزا وګوري.

همداراز، سترې محکمې په یو بله اعلامیه ويلي چې پرون چهارشنبې (۲۷ حمل / ۱۶ اپریل)، یوه ښځه او یو سړی په کابل کې د نامشروع اړیکو په تور د خلکو په عام محضر کې ۳۹ درې وهل شوي او یو نیم کال بند ته محکوم شوي دي.

دا سزاوې په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبان په دې وروستیو کې د بدني مجازاتو او د خلکو په وړاندې د اعدامونو شمېر ډېر کړی دی. تېرې اونۍ، دې ډلې څلور کسان په فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د خلکو په وړاندې اعدام کړل.

د بشري حقونو بنسټونه دغه ډول سزاوې د انساني کرامت او نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي او د درولو غوښتنه یې کړې، خو طالبان لا هم د خپلې ځانګړې شرعي تفسیر پر بنسټ دا ډول سزاوې عملي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button