افغانستان

د افغانستان بانک سبا به ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړي چې سبا (یکشنبه،د وری ۱۷مه/ ۶ د اپریل) ۱۵ میلیونه ډالر به د «لیلام» په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د دې بانک په اعلامیه کې ټولو خصوصي بانکونو، مالي موسسو او پیسې ورکونکو شرکتونو ته غوښتنه شوې چې په دې پروسه کې د دې مقدار ډالر د پلورلو لپاره ګډون وکړي.

دا دویم ځل دی چې طالبانو په وروستیو اونیو کې د بازار د نرخونو له جدي بدلونونو څخه د مخنیوي لپاره میلیونونه ډالر بازار ته تزریقوي.

د امریکا د مرستو د پرېکولو وروسته، د افغاني قیمت د ډالرو په مقابل کې په شدت سره کم شو، خو د افغانستان د مرکزي بانک لخوا د میلیونونو ډالرو بازار ته د وړاندې کولو سره، د افغاني قیمت ښه شوی دی.

د افغانستان د پولې بازار ته د ډالرو تزریق د ډېرو کلونو راهیسې د افغاني د قیمت د کنترول یوه معمول طریقه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button