
افغانستان
د افغانستان بانک ۱۸ میلونه ډالر بازار ته رانوي
د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، اعلان کړی چې ۱۸ میلونه ډالر به بازار ته ورننوي.
دغه بانک نن شنبه د مرغومی ۲۹مه / ۱۸ د جنوري اعلان وکړ چې سبا به دغه بانک ۱۸ میلونه ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې پلوري.
د ډالر بازار ته د داخلولو هدف د افغاني پیسو ارزښت د ډالر په وړاندې ساتل دي.
تېره اونۍ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د مرستو د بندولو په اړه څرګندونې وکړې چې له امله یې د ډالر قیمت لوړ شو.
نن د سوداګرۍ په پای کې په شهزاده بازار کې یو امریکايي ډالر ۷۳.۵ افغاني ته تبادله شو.
د افغاني په وړاندې د ډالر قیمت زیاتوالی د دې سبب شوی چې زیاتره خام مالونه له بهر څخه راځي او ډالر ته پیرل کیږي، چې دا د خلکو په ژوند او معیشت مستقیمه اغیزه لري.