افغانستان

طالبان ۲۰ مېلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا یک‌شنبه، د کب ۵مه ۲۰ میلیون ډالر به بازار ته وړاندې کوي.

د دې بانک په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پیسې د لیلام په ډول د داوطلبۍ له لارې پلورل کیږي.

د طالبانو دا اقدام د افغاني پیسې د ارزښت د ساتلو لپاره دي، کوم چې د امریکا لخوا د خارجي مرستو د بندولو له اعلان وروسته، په ډراماتیک ډول د ټکانونو سره مخ شوی دی.

نن شنبې، د کب ۴مه (۲۲ فبروري) په کابل بازار کې د ډالر د پیرلو نرخ ۷۴.۱۸ افغاني او د پلور نرخ یې ۷۴.۲۰ افغاني ثبت شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې اوونۍ په پای کې د هر امریکایي ډالر قیمت ۷۳ افغاني ته راټیټ شوی و.

د دلو میاشتې په پیل کې، د امریکا لخوا د خارجي مرستو د بندولو وروسته، د ډالر ارزښت په خورا لوړ ډول زیات شو او د لومړي ځل لپاره یې د ۸۰ افغاني ته ورسید.

له دې پېښې وروسته، طالبان تر دې دمه له بازار ته د کنترول لپاره تر سل ملیونه ډالر زیات بازارته وړاندې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button