
د افغانستان بانک ۲۷ میلونه ډالره بازار ته داخلوي
د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې ۲۷ میلونه ډالره به بازار ته داخلوي.
دې بانک نن سه شنبې، د سلواغې ۹مه(۲۸ د جنوري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۷ میلونه ډالره به د چهارشنبې په ورځ، ۱۰ سلواغې د داوطلبۍ له لارې پلورل کیږي.
د افغانستان په مالي بازار کې د ډالرو د بیې د زیاتوالي په تړاو، دا دویم ځل دی چې په دې اونۍ کې دغه بانک د ډالرو د داخلولو لپاره ګام اخلي.
د امریکا لخوا د افغانستان لپاره د نقدو مرستو د پرې کېدو وروسته، د ډالرو بیه په پراخه توګه لوړه شوې، داسې چې سره له دې چې د افغانستان بانک د دې اونۍ په پیل کې ۲۰ میلونه ډالره بازار ته داخل کړل، بیا هم یو ډالر ۸۰ افغانۍ ته تبادله شو.
سره له دې، د ډالرو بیه یو څه کمه شوې او د چهارشنبې په ورځ، ۹ سلواغه د معاملو په پای کې، یو ډالر ۷۸.۶ افغانۍ ته بدل شو.
د ډالرو د بیې زیاتوالی، چې اکثره اړین توکي د هیواد څخه بهر واردیږي، پر خلکو د ژوند د معیار باندې مستقیمه اغېزه لري.