افغانستان

د طالبانو ویاند: امیرخان متقي سعودي عربستان ته سفر کړی دی

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې امیرخان متقي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، سعودي عربستان ته سفر کړی دی.  

ښاغلي مجاهد نن ماښام (جمعه، د وری ۱۵مه/ ۴ د اپریل) په خپله “ایکس” پاڼه کې د امیرخان متقي د عکسونو د خپاره کولو سره، دا سفر یې د “دواړو اړخونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا مهم ګام” وباله.  

په یو عکس کې متقي د احرام جامې اغوستي او د سعودي عربستان چارواکو او امنیتي ځواکونو په ملتيا کې د مسجدالحرام په صحن کې لیدل کېږي.  

د طالبانو ویاند دا سفر هغه وخت اعلان کړی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت نن مازپښین د متقي له خوا د “د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي” سره په کابل کې د لیدو خبر ورکړی و.  

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدا راز پرون (پنجشنبه، ۱۴ د وری/ د اپریل ۳مه) اعلان وکړ چې امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مشاور، محمدرضا بهرامي، سره په کابل کې وکتل.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button