افغانستان

یوه ځوان سړی په فراه ولایت کې وژل شوی دی

د فراه ولایت څخه ځايي سرچینې وايي، چې د ياد ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې یو ځوان سړی وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، پرون د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۹ / د مې ۲۹، پنځه دېرش کلن “سید علي” په فراه رود بازار کې د یو بل وسله وال سړي لخوا په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.

د طالبانو ځايي چارواکو هم دا وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې عامل یې نیول شوی دی.

محد صادق جهان مل، د فراه رود ولسوال، د قتل لامل “شخصي دښمني” یاده کړې.

د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته، په ټوله هیواد کې د قتلونو پیښې زیاتې شوي دي.

د دې وژنو ځینې علتونه شخصي دښمنۍ او ډیری نور نامعلومو عواملو ته منسوبیږي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button