
افغانستان
د پروان ولایت په سیاهگرد بازار کې اور لګېدو دروند مالي زیان اړولی او یو تن یې ټپي کړی دی
د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د پروان په ولایت کې د سیاهگرد بازار د اور لګېدو په پېښه کې دوکاندارانو ته دروند مالي زیان اوښتی او یو تن ټپي شوی دی.
د پروان د طالبانو امنیه قوماندانی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن چهارشنبه د غبرګولي ۹/ د می ۲۹ د سهار په شاوخوا اته بجې د سیاهگرد بازار کې په یوه ګاز او تېلو پلورنځي کې اور لګېدلی چې له امله یې څو دوکانونه سوځېدلي او یو نفر ټپي شوی دی.
اټکل کیږي چې د دې اور لګېدو له امله به د دې بازار کسبه کارانو ته شاوخوا لس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی وي.
تر اوسه د دې اور لګېدو د علت په اړه جزئیات معلومه نه ده او د پروان د طالبانو مقاماتو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.