افغانستان

په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور سراسري ازموينې لومړۍ پړاو ترسره شوه

د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ازموینو ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال د کانکور سرتاسري ازموینې لومړۍ پړاو نن پنجشنبه، د غبرګولي ۸مه (۲۹ د مې) په ۱۱ ولایتونو کې پیل شوه او ټاکل شوې چې تر سبا پورې دوام ومومي. سږ کال هم، لکه د تېر کال په څېر، کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د ازموینې دا پړاو په پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او غزني ولایتونو کې ترسره شوې ده.

په دې پړاو کې، ۲۵ زره او ۳۰۰ هلک زده‌کوونکو د عمومي کانکور، تخصصي، دیني مدرسو او شپې پوهنځیو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې په پنځو پړاوونو کې ترسره شي او دا لړۍ به د چنګاښ تر ۲۰مې نېټې دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button