افغانستانښځې او بشري حقونه

د کانکور د لومړۍ مرحلې پیل د نجونو له ګډون پرته

د کانکور ۱۴۰۳ کال د سرتاسري آزموینې لومړۍ مرحله نن سه شنبه د غبرګولي ۱۷/جون ۶ په ۱۵ ولایتونو کې د نجونو له ګډون پرته پیل شوه.

په دې مرحله کې د بامیان، میدان وردګ، کاپیسا، پنجشیر، لوګر، نورستان، کنر، غزني، زابل، پکتیا، پکتیکا، سمنګان، بادغیس، غور او هرات ولایتونو زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره آزموینه ورکوي.

دغه مرحله به د نن څخه تر غبرګولي ۱۹/جون ۸ پورې دوام وکړي.

د نورو ولایتونو په ګډون د پلازمینې کابل آزموینې به په درې نورو مرحلو کې تر چنګاښ ۱۶ پورې بشپړې شي.

د ځوانانو د تعلیم او تحصیل په اړه د لیوالتیا د کمښت په پام کې نیولو سره، معلومه نه ده چې سږکال به څومره زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړي. د طالبانو تر مدیریت لاندې ملي امتحاناتو اداره هم د کانکور د آزموینې د ګډونوالو شمېره نه ده خپره کړې.

دا دریمه کانکور آزموینه ده چې د طالبانو تر مدیریت لاندې ترسره کېږي. نجونو یوازې په لومړي کانکور آزموینه کې چې د طالبانو تر مدیریت لاندې په ۱۴۰۱ کال کې ترسره شوه ګډون کړی و، خو هغوی ته د لوړو زده کړو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په تیر کال او سږکال کې په کانکور آزموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button