
طالبان په درې ولایتونو کې څلور کسان اعداموي
طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سبا (جمعه، د وري ۲۲مه / د اپرېل ۱۱مه) به څلور کسان په فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې په علني توګه اعدام کوي.
په فراه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، یو کس به سبا سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د دې ولایت په مرکزي لوبغالي کې اعدام شي. دا به په فراه کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته دویم علني اعدام وي.
همدارنګه، په بادغیس کې د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوه کسان سبا به په دې ولایت کې په علني توګه اعدام شي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په نیمروز کې اعلان کړی چې یو کس به په دې ولایت کې په علني توګه اعدام شي، او له خلکو یې غوښتي چې د دې سزا د نندارې لپاره د ولایت مرکزي لوبغالي ته راټول شي.
د طالبانو د چارواکو په اعلامیو کې ویل شوي چې دا څلور کسان د قتل په جرم د قصاص له مخې اعدامېږي.
تر دې وړاندې هم طالبانو شپږ کسان په علني توګه اعدام کړي دي، یو کس په فراه، دوه کسان په غزني، یو کس په لغمان، یو کس په جوزجان، او بل یو کس په پکتیا ولایت کې اعدام شوي دي.