افغانستانراپورونهښځې او بشري حقونه

ایران دوه افغانان اعدام کړل

د «ایران د بشري حقونو سازمان» تر وینا، د ایران دولت د وروستیو دوو ورځو په جریان کې اته تنه زندانيان اعدام کړي دي، چې په دې کې دوه افغان وګړي هم شامل دي. دا اعدامونه د قزل حصار په زندان کې د چارشنبې په ورځ د کب ۱مه (۱۹ د فبوري) ترسره شوي دي.

د سازمان راپور وايي چې د اعدام شویو افغانانو په اړه ادعا شوې ده چې دوی د «جنسي تېري» په تور محکوم وو، خو د هغوی هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی. د ایران یوې خپلواکې ورځپاڼې «همشهري» په دې اړه یوازې د یوه تن اعدام د «قصدي قتل» او د درو تنو اعدام د «جنسي تېري» په تور تایید کړی، خو د نورو څلورو اعدامونو په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

د دې سازمان تر شمېرو پورې، په ۲۰۲۴ کال کې تر دې دمه لږ تر لږه ۹۷۵ تنه په ایران کې اعدام شوي دي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د سازمان یوې څرګندونې ته په کتو سره، په دې کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغان وګړي دي چې د جرمونو په بېلابېلو تورونو محکوم شوي وو.

د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالې ټولنې په تېرو کلونو کې د ایران د اعدامونو په زیاتوالي نیوکه کړې ده، چې ځینې یې د ناحقه محاکمې او د بشري حقونو د سرغړونو په تورونو سره اړوند دي. دا راپور د افغانانو په ګډون د بهرنیو وګړو د اعدامونو په اړه هم اندیښنې زیاتوي، ځکه چې د هغوی حقوقي مرستې ته لاسرسی په ایران کې محدود دی.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button