
ایران یوه افغان تبعه اعدام کړ
د ایران بشري حقوقو سازمان راپور ورکړی چې ایران یوه افغان تبعه د مخدره موادو سره تړلو جرمونو په تور اعدام کړی دی.
د دې سازمان په راپور کې ویل شوي چې ذکی ذاکري، چې شاوخوا ۲۷ کلن دی او د افغانستان جلال آباد اوسېدونکی دی، یو ایرانی سره یو ځای د یکشنبې په سهار، د کب ۱۹مه (۹ د مارچ) د شیراز په عادل آباد زندان کې د مخدره موادو په جرم اعدام شوی دی.
په راپور کې د ایرانی سړی د صابر فتح اللهي په نوم یاد شوی، او ویل شوي چې هغه شاوخوا درې کاله وړاندې او ذکی ذاکري دوه کاله وړاندې په جلا جلا قضیو کې د مخدره موادو په تور نیول شوي وو او وروسته د قضایي چارواکو لخوا اعدام ته محکوم شوي وو.
په راپور کې ټینګار شوی چې د عادل آباد زندان چارواکي او د ایران رسمي ادارې د دې دوو بندیانو د اعدام حکم تایید یا اعلان نه دی کړی.
د ایران د قوانینو له مخې، د مخدره موادو سره تړلي جرمونه لکه د موادو تولید، لېږد، یا وېشل، کولای شي چې د اعدام سزا ته ورسېږي.
دا هیواد د چین وروسته په نړۍ کې د اعدام حکمونو په اجرا کولو کې ترټولو لوړه کچه لري، چې بشري حقوقي ادارې یې په کلکه انتقاد کوي.