افغانستاننړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا شپه (دوشنبه، ۲۰ د کب/د مارچ ۱۰مه) د افغانستان په اړه غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره رزا اوتنبایوا د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

افغانستان اوس هم د ګڼو بحرانونو سره مخ دی او اقتصادي او بشري وضعیت یې خراب دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې چې که څه هم په افغانستان کې د تېر دریو کلونو راهیسې جګړه پای ته رسېدلې، خو د دې هیواد اقتصاد لا هم کمزوری دی او د نړۍ له تر ټولو بدو بشري بحرانونو سره مخ دی.

ګوتریش په راپور کې د طالبانو محدودیتي تګلارو ته هم اشاره کړې، چې په افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو لګول شوي دي. دا تګلارې اقتصادي فعالیتونه او معیشت نور هم محدود کړي دي او د اړمنو خلکو ته د مرستې رسول یې ستونزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د مارچ په ۱۷مه د یوناما د ماموریت په اړه ځانګړې غونډه هم وکړي. تمه کېږي چې د یوناما ماموریت، چې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي، بیا وغځول شي. په دې ترڅ کې، طالبان د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت اغیزمن او بریالی نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button