افغانستانښځې او بشري حقونه

د بشري حقونو د څار بنسټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ۲۰۲۴ کال په جریان کې لا هم خراب شوی دی، ځکه چې طالبانو پر ښځو، نجونو او اقلیتونو فشارونه زیاته کړي دي.

دا ۵۴۶ صفحه‌یز راپور چې تېرې ورځې د مرغومی۲۷مه/۱۶ د جنورۍ خپور شوی، په ټوله نړۍ کې شاوخا د سل هیوادونو بشري حقونو وضعیت تحلیل کړی چې افغانستان هم پکې شامل دی.

په راپور کې د دې سازمان د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي له قوله ویل شوي: «د طالبانو د واکمنۍ له درې کاله وروسته، د بشري حقونو او آزادیو سرکوب لا زیات شوی دی.»
د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل راپور کې د بیان ازادي او مطبوعاتو وضعیت سخت خراب بللی دی او لیکلي یې دي: «د طالبانو چارواکي خبریالان او منتقدین نیولي دي او پر رسنیو باندې سخت محدودیتونه لګولي دي.» راپور همدارنګه د داعش د قومونو-مذهبي اقلیتونو په ځانګړې توګه د هزاره‌ګانو پر ضد بریدونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د دې ډلې بریدونو د ولسي وګړو د وژل کیدو او ژوبلېدو لامل شوي دي.
داعش په دې وروستیو کې د بغلان په یوه زیارت‌ګاه د برید مسئولیت منلی، چې په دغه برید کې لس کسان وژل شوي دي، او همدارنګه یې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل‌الرحمن حقاني د وژلو مسئولیت هم منلی دی.
سربیره له دی بریدونه، داعش د وږی ۲۲مه (تیرکال د اکتوبر ۱۳مه) په دایکندی او غور ترمنځ کې د هزاره‌ګانو پر یوې ډلې برید هم منلی، چې په دې برید کې ۱۴ تنه بې‌ګناه انسانان وژل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خلکو د معیشتي وضعیت په اړه هم ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي بحران د هېواد د نیمی نه زیاتو وګړو، یعني ۲۳.۷ میلیونه کسانو ته په ۲۰۲۴ کال کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړې ده، چې په دې کې ۲.۹ میلیونه کسان د بېړني لوږې په حالت کې دي.

د فرشته عباسي له قوله په راپور کې غوښتنه شوې چې حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي تر څو د ښځو او نجونو پر ضد د بشري حقونو سرغړونې ته پای ورکړي او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو لپاره د مسئولیت منلو یوه ټول‌ګډونه میکانیزم پر ځای کړي او عاجلې مرستې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button