
طالبانو د بیګم او جوانانو راډیوګانو د فعالیت جواز بیا ورکړی دی
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د “بیګم” او “جوانان” راډیوګانو د فعالیت موقته ځنډولو وروسته، د دې دوو رسنیو د فعالیت جواز بیرته صادر شوی دی.
دغه وزارت نن شنبې، د کب ۴مه (۲۲ د فبروري) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې راډیوګانو مسوولین ژمنه کړې دي چې د طالبانو د تکلارو او “ژورنالیزم اصولو” سره سم فعالیت وکړي او له هر ډول تخلف څخه ځان وژغوري.
راډیو بیګم مخکې سلواغې په ۱۶مه د “هېواد بهر د رسنیو سره همکارۍ” په تور ځنډول شوې وه. د دې ځنډ په ترڅ کې طالبانو د دې راډیو تجهیزات، لکه کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او د ښځو کارکوونکو موبایلونه ضبط کړي او دوه نارینه کارمندان یې بنديان کړي و.
د راډیو بیګم مسوولینو مخکې ویلي و چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هیڅ ډول مشخص سند پرته د دې رسنۍ فعالیت ودرولی او د هغې د تجهیزاتونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړی دی. خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د راډیو مسوولینو په پرله پسې غوښتنو سره د خپلو فعالیتونو بیا پیل غوښتنه کړې او د طالبانو د تګلارو پابندۍ ته ژمنه کړې ده.
د راډیو بیګم د فعالیت د ځنډ په غبرګون کې، یوناما، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د دې راډیو د فعالیت د جواز ځنډول او د کارمندانو نیول غندلي و او د نیول شویو کسانو د بېړني خوشې کولو غوښتنه کړې وه.