
ملګرو ملتونه: د امریکا د مرستو ځنډېدو په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې ژور کړی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو ځنډېدو په افغانستان کې پراخ اغېز کړی او که دا وضعیت دوام ومومي، بشري بحران به لا پسې ژور شي.
اوچا نن (پنجشنبه، ۱ د غبرګولي/ د مې ۲۲مه) په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، تر فبرورۍ میاشتې پورې ۱۸۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱.۶ میلیون کسان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي. راپور زیاتوي چې ۱۷۰۰ ښځینه کارکوونکي، د ماین پاکۍ کارکوونکي او قراردادیان خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په ترڅ کې د امریکا مرستو د خوړو خوندیتوب ته په پراخ ملاتړ سره د قحطۍ مخنیوي کې مهم رول درلود. په ۲۰۲۴ کال کې، امریکا د ۷۳۵.۷ میلیون ډالرو (د ټول بشري بودیجې ۴۷ سلنه) په ورکړې سره تر ټولو ستر مرستهکوونکی هېواد و.
اوچا وایي، د امریکا او نورو مرستهکوونکو هېوادونو په مالي ملاتړ، د افغانستان لپاره کارکوونکو بشري مرستندویانو لږ تر لږه یو ډول مرسته ۲۰.۴ میلیون کسانو ته رسولې ده. د ۳.۴ میلیون کسانو درېډوله مرسته ترلاسه کړې، چې ۲۹ سلنه یې ښځې دي.
خو اوچا خبرداری ورکړی چې د امریکا له بودیجې پرته، په ۲۰۲۵ کال کې به ډېر لږ خلک له مرستو برخمن شي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق(UNFPA) هم ویلي، د بودیجې د کمښت له امله ۶.۳ میلیون کسان، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، له اړینو روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي. دا اداره وایي، سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه په لرې پرتو سیمو کې تړل شوي دي.
همداراز، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مخکې خبرداری ورکړی و چې که بودیجه برابره نه شي، نو د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به وتړل شي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، د ۲۰۲ مرکزونو فعالیت تړل شوی او امکان لري د ۲۰۲۵ تر جون پورې ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي، چې له امله به ۱.۸ میلیون نور خلک له لومړنیو روغتیايي خدماتو بېبرخې شي.
ياد راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته، امريکا خپلې بهرنۍ مرستې وځنډولې. تر هغه مخکې، امريکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستهکوونکی هېواد و.