افغانستان

په غور کې لسګونه تاریخي اثار پیدا شوي دي

په غور ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو د جام منار له اړوندې سیمې څخه د ۴۰بېلابېلو تاریخي اثارو د کشف خبر ورکړی دی.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا نن شنبه د غبرګولي پنځمه د مې ۲۵مه نېټه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا تاریخي اثار د وروستیو سېلابونو په پایله کې د جام منار له اړوندو تاریخي سیمو څخه کشف شوي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد اثار د غور ولایتي موزیم ته سپارل شوي دي.

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالحی زعیم رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې کشف شوي اثار د غوريانو دورې پورې اړه لري چې د لرغونپوهانو د یوې ډلې له‌خوا به وڅېړل شي.

د دې تاریخي اثارو د ډول په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي، خو په خپرو شویو انځورونو کې خاورین لوښي لیدل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button