
بینټ په غور کې د ځوانې نجلۍ د ځان وژنې په اړه د څېړنې او حسابورکونې غوښتنه وکړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي، ریچارد بینټ، په غور کې د ځوانې نجلۍ د ځان سوځونې پېښې ته غبرګون ښوولی دی.
بینټ نن (پنجشنبه، ۱۱ د غویي/ د مې ۱مه) په ایکس (پخوانی ټویټر) ټولنیز شبکه کې په یوه پیغام کې د دغې نجلۍ له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او د پېښې د څېړنې او حسابورکونې غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي لیکلي: «له غور څخه د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې دردونکي راپورونه خپاره شوي دي. زما فکر د هغې له کورنۍ سره دی. دا پېښه باید وڅېړل شي او حساب ورکړل شي.»
بینټ په خپل پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر ضد سیسټماټیک ظلم د دا ډول ځان وژنو له عواملو څخه دی، او ټینګار یې کړی چې د ذهني روغتیا لپاره باید لا ډېر ملاتړ وشي.
له هغه وخته چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې واک ته رسېدلي، په ښځو باندې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. سربېره پر دې، ټولنیز فشارونه او کورنۍ تاوتریخوالی هم زیات شوي دي.
د رواني روغتیا کارپوهان وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شوې، او دا چاره له سختو محدودیتونو او د راتلونکې په اړه د نهیلوالي سره تړاو لري.