
د طالبانو مشر: د ملايانو خبرې “حکم” دی او که څوک يې ونه مني، په “جبر” به مجبور شي چې ومني
د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاد ،په قندهار کې د حج د زایرینو له ښوونکو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې د دې ډلې د ملايانو خبرې «حکم» او «لازمي» دي، او که څوک مخالفت وکړي، خلک به په «جبر» سره اطاعت ته اړ شي.
نوموړي دا خبرې چې نن (یکشنبه، ۲۴ حمل/ ۱۳ اپرېل) د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت لهخوا د یوې غږیزې فایل په بڼه خپرې شوې، زیاته کړې چې ملايان اوس د «قاضي او امیر» په مقام کې دي، او د دوی خبرې نورې فتوا نه دي چې خلک یې ومني یا نهمني، بلکې حکمونه او الزامي امرونه دي.
اخندزاده د طالبانو په نظام کې د ملايانو د واک زیاتوالي ته په اشاره ویلي: «پخوا ملایي ژوند ساده و، هېڅ مشکل نه و. که خبره کېدله، فتوا به وه، که څوک يې منله يا نه منله. خو اوس ستاسو خبره حکم دی، باید ومنل شي. اوس خبره دې حد ته رسېدلې چې که څوک يې ونه مني، په زور به يې منو. که په زور هم و نه منو، نو زمونږ غاړې تړل شوي دي. مخکې تاسو مفتيان واست، اوس قاضيان او اميران یاست، ستاسو خبره لازمي دي»
هغه د طالبانو نظام د افغانستان او نړۍ لپاره «نعمت» بللی او له ښوونکو یې غوښتي چې د حج مراسمو پر مهال دې د «اسلامي نظام» ملاتړ وکړي او مثبت ذهنیت جوړ کړي.
د طالبانو مشر د دې ډلې د وروستیو عامه اعدامونو د نیوکو په ځواب کې ویلي، چې د شریعت حدود لکه قصاص، د «شرعي حکم» برخه ده، او ادعا یې کړې چې د نړیوالو مخالفت د دې له امله دی چې «کافران مسلمانانو ته د عبادت اجازه نه ورکوي.»
طالبانو د جمعې په ورځ ( د وري ۲۲مه/ ۱۱ د اپرېل) څلور کسان د بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د قتل په تور اعدام کړل.
د طالبانو سترې محکمې په يوه اعلاميه کې وویل، چې د دغو کسانو د اعدام حکم تر درې واړو محکمو تېر شوی او د طالبانو د مشر اخندزاده له تاييد وروسته، د قربانيانو د کورنيو د نه بخښنې له امله عملي شوی دي.
ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان (امنستی انټرنیشنل) او بشري حقونو ادارو دغه اعدامونه د بشري کرامت خلاف بللي او غندلي یې دي. دوی له طالبانو غوښتي چې دا ډول علني اعدامونه او نورې بدني سزاوې ودروي.
طالبانو له واک ته د بیا راګرځېدو راهیسې، په تېرو درې نیمو کلونو کې تر اوسه ۱۰ کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.